خبرونهنړۍ

کراچۍ کې د چاودنې له امله ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د پاکستان د کراچۍ ښار په ایم اې جناح روډ سیمه کې د پټاکو جوړولو په یوې کارخونې او ګودام کې د چاودنې وروسته د اورلګیدنې له امله ۴ تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ چاودنه دومره زوروره وه، چې نږدې ودانیو او موټرو ته یې هم زیانونه اړولي دي.

پولیسو د ګودام مالکانو څخه د پېښې د رامنځته کېدو له امله څېړنې پیل کړي.