افغانستانخبرونه

طالبان: داعش په افغانستان کې شتون نلري

کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

طالبانو د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې داعش په افغانستان کې شتون لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د استازي د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې داعش ډله په افغانستان کې له منځه تللې او نور هیڅ ډول ګواښ نه پېښوي. 

دا غبرګون وروسته له هغه رامنځته شو، چې د پاکستان استازي په ملګرو ملتونو کې ادعا کړې وه، چې شاوخوا دوه زره داعش جنګیالي په افغانستان کې شتون لري او د اسلام‌آباد او سیمې لپاره ګواښ دي.

په ورته وخت کې طالبانو هغه اندېښنې هم رد کړي، چې د سوریې جنګیالي افغانستان ته تللي.