افغانستانخبرونه

هلمند کې سیند ته د ټراکټور د غورځېدو پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې سیند ته يو ټراکټور د غورځېدو له امله ۱۲ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي.

په هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور رييس عبدالباري راشد وايي، پېښه نن سهار د ګرمسیر ولسوالۍ پنجاوه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ټراکټور له ناوې ولسوالۍ ګرمسیر ته روان و.

دی وايي، ۱۴ کسان له دغې پېښې ژوندي ژغور شوي دي. د پېښې علت لا روښانه شوی نه دی.