افغانستانخبرونه

د پاکستان پوځ امریکا ته: افغانستان کې پاتې وسلې تور بازار کې واخلئ

کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د پاکستان پوځ له امریکا څخه غوښتي، هغه وسلې د جمهوريت له سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې دي، په تور بازار کې دې په بیه واخلي.

يو شمېر نړیوالو رسنيو د امنيتي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ امریکا سره اندېښنه شریکه کړې که دغه وسلې په افغانستان کې پاتې شي، ترهګریزو ډلو ته به په لاس ورشي.

دغه راز د پاکستان د پوځ وياند رسنيو ته ويلي چې د امریکايي وسلو په ګډون په افغانستان کې وسلې ډېرې په لوړه بیه پلورل کېږي.

احمد شریف چودري ويلي، دا وسلې ډېرې په اسانۍ د پاکستان تورو بازارونو کې تر لاسه کېږي او امریکا يې باید بیاځلي واخلي چې د ترهګرو ډلو لاسته ونه غورځېږي.