افغانستانخبرونه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت: د اسلام اباد غونډه موږ نه ده لغوه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

وروسته له هغې چې راپورونه خپاره شول، پاکستان کې د طالبانو د مخالفینو غونډه يوه میاشت وځنډول شوه، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دغې غونډې لغوه کولو او یا هم ځنډولو کې د دوی لاس نشته دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند شفقت علي خان په يو خبري کنفرانس کې وويل چې د پاکستان حکومت او د بهرنيو چارو وزارت نه د دغې غونډې په تنظيم کې لاس نه لري او نه يې هم اوس په ځنډولو کې کوم رول لرلی دی.

دی وايي، دا غونډه په پاکستان کې د يو فکري بنسټ له لوري را بلل شوې وه او د ځنډ علت يې هم د ویزو برخه کې ستونزه ده.

هغه زیاته کړې، دا یوه ازاده غونډه وه چې د جنوبي اسیا د ټیکاو د مطالعاتو فکري بنسټ له لوري په ازاده فضا کې جوړېدونکې وه او د دروازو تر شا پټ هېڅ نه پاتې کېدل.

ټاکل شوې وه چې دا غونډه دوه ورځې وروسته (د اګسټ په ۲۴مه) پيل او دوه ورځې دوام وکړي.

د يادې غونډې يو احتمالي ګډونوال رسنيو ته د دغې غونډې د ځنډېدو ښکاره علت د ویزو برخه کې ستونزه یاده کړې ده خو تر اوسه اصلي موضوع نه ده روښانه شوې.