افغانستانخبرونهکورپاڼه

نن په ۱۱ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (یکشنبه، سنبله ۲) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

یادې ادارې پرون شنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګ او غزني شامل دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

دغه راز په سویل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی چې، د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ګڼو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.