
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په خیبرپښتونخوا کې وروستیو سېلابونو ۴۹۳ کیلومتره سړکونه او ۳۲ پلونه ویجاړ کړي، چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې د دغو ویجاړیو د بیارغونې لپاره څه باندې ۹ میلیارد پاکستاني کالدارو ته اړتیا ده.
پاکستاني رسنیو پرون شنبه زیاته کړې، چې د روانې اګست میاشتې له ۱۵مې تر ۲۲مې خیبرپښتونخوا کې د سېلابونو له امله ۳۳۶ ځایونو کې ۴۹۳ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي چې له دې جملې څخه ۵۷ سړکونه لاهم تړلي دي.
تر ټولو ډېر ۴۳ کیلومتره سړکونه په سوات سیمه کې ویجاړ شوي او د اټکل له مخې به پرې ۴۵۰ میلیون کالدارې لګښت راشي.
د دې ترڅنګ، خیبرپښتونخوا ایالت کې د سېلابونو له امله ۳۲ پلونو ته هم زیان اوښتی دی.
د یادونې ده چې پاکستان کې په ځانګړې توګه خیبرپښتونخوا ایالت کې دې وروستیو سېلابونو سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.