
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
اسرائیلي رسنۍ وایي، په غزه کې د مقاومت ډلې د عملیاتو په ترڅ کې د دوی یو سرتیری وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د دغه هېواد حدشوت بزمان خبري ویبپاڼې ویلي، د دوی یو سرتیری د غزې په سویل خان یونس کې وژل شوی دی.
د یادې ویب پانې د خبر له مخې؛ په دغه برید کې یو شمېر نور اسرائیلي سرتیري ټپيان شوي هم دي، کره شمېره یې نده خپره شوې.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې په غزه کې د جګړې وروسته د دوی ۸۹۹ سرتیري وژل شوي او ۶ زره ۲۱۰ نور ټپیان شوي دي.