افغانستانخبرونهلوبې

افغانستان به اکتوبر میاشت کې د بنګله دېش کرېکټ لوبډلې کوربه‌ وي

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

افغان کرکټ بورډ نن(یکشنبه، د اګسټ ۲۴مه) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، افغانستان په اکټوبر میاشت کې د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي.

دغه سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په دویمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام ومومي.

دغه لوبلړۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه پیلېږي.

د دغې لوبلړۍ دویمه لوبه به د یادې میاشتې په ۳مه او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه به د همدې میاشتې په ۵مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د شل اوریزو نړیوالو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې ابوظبۍ ته سفر وکړي او د دغه ښار په زاید کرکټ لوبغالي کې به د اکټوبر میاشتې په ۸مه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي.

دا کوربه توب داسې مهال اعلانېږي چې تازه پرون اسیا جام سیالیو ته افغان لوبډله هم اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د ۲۰۲۵ کال د شل اوریز اسیا جام او د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې ۲۰ کسیز نوملړ کې یې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او ۳ لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای پرځای کړي دي.