افغانستانخبرونهځانګړي برخهراپورونهکورپاڼهنړۍ

نتالیاګېرمن: داعش لا هم افغانستان، اروپا او منځنۍ اسیا ته لوی ګواښ دی

کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې کمیټې اجراییه رییسه، نتالیا ګېرمن وايي، داعش خراسان څانګه لا هم افغانستان، اروپا او منځنۍ اسیا ته لوی ګواښ بلل کیږي.

نتالیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې ویلي، دغه ډله په فعاله توګه د تبلیغاتي تکتیکونو او انلاین کمپاینونو له لارې د غړو د جذب او د پیسو د راټولولو هڅې کوي.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې اسلامي امارت په کراتو ټينګار کړی چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش او القاعدې د بندیزونو کمېټې د ۲۰۲۵ د اګست پر ۲۲مه د بندیز لیست تازه کړی دی.

په دې لیست کې هغه کسان شامل دي چې د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز پرې لګېدلی.

په تازه بدلونونو کې څو نومونه له تعدیلاتو سره بیا ثبت شوي دي:

ابراهیم علي ابو بکر تنتوش د لیبیا تابعیت لري، له القاعده او نورو ډلو سره تړاو لري، په انټرپول کې یې عکس او ګوتې ثبت دي.

الازهر بن خلیفه بن احمد روین د تونس تبعه، د ترهګرې ډلې د غړیتوب له امله په ایټالیا او تونس کې څو ځله بندي شوی.

سلیمان جاسم ابو غیث د کویټ تبعه، اوس مهال په امریکا کې بندي دی، له ۲۰۰۱ راهیسې یې د کویت تابعیت لغوه شوی.

ډاکټر شفی سلطان محمد العجمي د کویت تبعه، د سوریې د النصره جبهې لپاره د پیسو په ټولولو تورن دی، په ۲۰۲۳ کې په کویت کې د عفوي د فرمان له مخې خوشې شو.

ګلمرود خالیموف د تاجکستان تبعه، د داعش پوځي کارپوه او جلب کوونکی، د تاجکستان د حکومت تر تعقیب لاندې دی.