افغانستانخبرونه

د طالبانو د روغتیا وزیر: د روغتیا برخه دې له سیاست لرې وساتل شي

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر العیاش سره لیدنه کې ویلي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او دا برخه باید له سیاسته لرې وساتل شي.

یاد وزارت نن (سه‌شنبه، سنبله ۴) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د ملک سلمان د بشري مرستو او همکارۍ مرکز له‌خوا د روغتیایي سکټور پر ملاتړ او افغانستان کې د راتلونکو روغتیايي پروګرامونو په اړه خبرې کړي.

جلالي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق بللی او ټینګار یې کړی چې دا برخه باید له سیاست سره مدغم نشي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا د وزیر په وینا، هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو ترڅنګ، له خپلې داخلي بودجې په استفادې د روغتیایي سیسټم پراختیا او معیاري کولو لپاره لا ډېر کار وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان استازو هم د اړیکو پیاوړتیا ترڅنګ، افغانستان کې د روغتیايي سیسټم پراختیا او ملاتړ په موخه د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې، افغان ولس په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې افغانان له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ دي او بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.