
کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت اړوند شرکتونو مشر مولوي احمد جان بلال د یوه پلاوي په مشرۍ تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی.
د دغو شرکتونو لوی ریاست نن (سهشنبه، سنبله ۴) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم په دې سفر کې برخه لري.
دغه ریاست ویلي چې یاد پلاوی به د تاتارستان پلازمېنې کازان کې د تېلو او ګازو د صنعت په اړه جوړېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
اېکسپاڼه کې زیاته شوې چې د غونډې ترڅنګ به یاد پلاوی د تېلو، ګازو او کیمیایوي توکو تر عنوان لاندې نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.
همداراز ټاکل شوې د طالبانو پلاوی د تاتارستاني چارواکو سره د صنعتي همکاریو په اړه بحثونه ولري او له پراختیایي پروژو به لیدنه وکړي.
دا پلاوی داسې مهال سفر کوي، چې تازه نوي ډیلي ته د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سفر لغوه او هند خپل بلنلیک بېرته واخیسته.
د نظر خاوندان بیا د طالبانو دا ډول سفرونه یواځې د دې ډلې په ګټه بولي او زیاتوي ولس ته یې خیر نه رسېږي.
دوی په دې باور دي که طالبان د رسمیت پېژندنې هڅه کوي نو لومړۍ باید د افغان ولس اړتیاوې او غوښتنې پوره کړي او دلته دې ولسي مشروعیت خپل کړي.