افغانستانخبرونه

طالبانو تېره میاشت نږدې ۱۳زره زېږون کارتونه وېشلي

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې، دې ادارې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۲ زره او ۸۴۱ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي دي. 

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې په دوی کې ۸ زره او ۴۶۱ یې د لویانو او ۴ زره او ۳۸۰یې د ماشومانو دي.

ارقام ښيي چې د روان کال په زمري میاشت کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه (۹ زره او ۲۸۸) په کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د ۷۵۷، ننګرهار د ۷۱۴، بلخ د ۳۵۱ او هرات ولایت د ۳۰۹ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي:

“ ۶ زره او ۷۸۴ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د آسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۶ زره او ۵۷ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت آمریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.”

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دا هم ویلي چې،دوی د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۲ زره او ۲۲۴ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې، تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند ولایت کې دي.