افغانستانخبرونه

د طالبانو سترې محکمې پروان کې ۱۲ کسان په دُرو وهلي

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو سترې محکمې نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په پروان ولایت کې یې ۱۲ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په دغو کسانو کطدوه ښځې هم شامې دي.

یادې محکمې په خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه کسان یې له ۳۰ څخه تر ۳۹ درې وهلي او تر څلورو کلونو پورې په تنفیذي بندونو یې هم محکوم کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کسان د ناروا اړیکو او نشه يي توکو د خرڅولو او قاچاق کولو په تور په یادو سزاوو محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، تېره یک شنبه هم د طالبانو سترې محکمې په کابل او فاریاب ولایتونو کې ۱۱ کسان په درو وهلي دي.