خبرونهنړۍ

د اسرائیلو د پوځ مشر: نیتن یاهو باید د یرغمالو د خلاصون تړون ومني

کابل ټیلیګراف –۴وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلي پوځ مشر ایال زمیر ویلي چې په غزه کې د پراخ پوځي عملیاتو له امله د یرغمالو ژوند ته جدي خطر دی او باید د دې هېواد لومړی وزیر نیتن یاهو یې په اړه د خلاصون هوکړه ومني.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، د حیفا په یوه سمندري اډه کې د لیدنې پر مهال د اسرائیلي پوځ مشر وویل چې د یرغمالو د خلاصون لپاره د تړون په اړه خبرې اترې روانې دي، پوځ د تړون لپاره شرایط برابر کړي او اوس دا موضوع د نیتن یاهو په لاس کې ده.

ایال زمیر وویل چې اسرائیل باید وړاندیز شوی تړون ومني، ځکه چې په غزه ښار باندې د قبضې هڅه کولای شي د یرغمالو ژوند له خطر سره مخ کړي.

بل خوا، د قطر او مصر په منځګړیتوب د وروستي اوربند وړاندیز په اړه د بحث لپاره نن د اسرائیلو د امنیتي کابینې غونډه ترسره کېږي.

د بهرني خبري اژانس په وینا، د اسرائیلو لومړي وزیر د دفتر ویاند ویلي چې نیتن یاهو لا مخکې ویلي دي چې د ټولو یرغمالو د یو ځلي خلاصون په ترڅ کې به تړون ومني.