
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې څو ساعتونه وړاندې د کابل – کندهار پر لویه لاره ارغندۍ چوک کې مسافر وړونکی ۵۸۰ ماډل بس له سړک اوښتی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه مړه او ټپیان دي.
د وژل شویو او ټپيانو د کره شمېر په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ځآیي خلک وايي، دا ۵۸۰ ماډل بس له هلمند کابل ته روان و.
انځورونو کې ښکاري، چې د پېښې له رامنځته کېدو څو ساعتونه وروسته د طالبانو اطفایې او ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي.
تېره اوونۍ د هرات – اسلام کلا پر لویې لارې له ایرانه د راستنو شویو افغانانو د بس ټکر او بیا اور اخیستو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
هېواد کې د ترافیکي پېښو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی دی، چې دې چارې خلک اندېښمن کړي دي.
عام خلک له موټر چلوونکو غوښتنه کوي، چې احتیاط وکړي او له طالبانو غوښتنه کوي چې پر ترانسپورتي شرکتونو نظارت سخت او د ترافیکي پېښو د مخنیوي هڅې دې ګړندۍ کړي.
د هرات د پېښې په تړاو هم طالبانو د هغې پېښې اړوند د ترانسپورتي شرکت مسوولان احضار کړي وو خو وروسته یې پایله شریکه نشوه چې، څه وشول؟