افغانستانخبرونهځانګړي برخه

د امریکا استیناف محکمه: د افغانستان کنګل شتمني د سپتمبر قربانیانو ته نه ورکوي

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د امریکا استیناف محکمې ویلي، چې د افغانستان بانک له کنګل شوې ۷ میلیارده ډالرو شتمنۍ نیمايي یې د سپټمبر پېښې قربانیانو ته نه ورکول کېږي.

یادې محکمې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن هغه وړاندیز رد کړی، چې د افغانستان بانک له کنګل شوې شتمنۍ یې ۳.۵ میلیارده ډالر د جبران او غرامت په توګه د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته بېل ورکړي.

د محکمې دوو قاضیانو ویلي، چې د افغانستان بانک د بهرنیو دولتونو د معافیتونو قانون یا FSIA له مخې خوندی دی، ځکه دا «د افغانستان د دولت اداره» ده او د طالبانو د حکومت آله نه شي جوړېدای.

خو قاضي ریچارډ سولیوان دا پرېکړه رد کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د TRIA قانون له مخې د ترهګرۍ قربانیان کولای شي حتی د دولتونو او یا بانکونو شتمنۍ ونیسي.

هغه ویلي افغانستان اوس FSIA یا د بهرنیو دولتونو د معافیت قانون له مخې د طالبانو د واک له امله بهرنیو دولتونو کې نه راځي او شتمني یې باید د سپټمبر قربانیانو ته ورکړل شي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د امریکا مخکېني ولسمشر جو بایډن د افغانستان ۷ میلیارده شتمني کنګل کړه او پرېکړه یې وکړه چې د هغې نیمايي د ۲۰۰۱ سپټمر قربانیانو ته د جبران او غرامت په توګه ورکړي.

د سپټمبر په ۱۱مه امریکا کې ۳۰۰۰ کسان هغه وخت ووژل شول، چې څو الوتکو د نیویارک لوی سوداګریز مرکز او پنټاګان ودانۍ په نښه کړې، چې وروسته یې مسوولیت د القاعده مشر، اسامه بن لادن ومانه.

د طالبانو حکومت هم په ځلونو د افغانستان د ټولې کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې د امریکا د استیناف محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.