
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني په مشرۍ د دغه وزارت له طالب مرستیالانو او رییسانو سره ګډه امنیتي ناسته شوې ده.
خبرپاڼې که څه هم د بحث شویو امنیتي مسایلو په اړه پوره جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي، چې غونډه کې پر امنیتي وضعیت او د خلکو ستونزو پر هواري خبرې شوې دي.
دغې ناستې ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري سربېره، نورو مرستیالانو او رییسانو کاري راپورونه هم وړاندې کړي دي.
د هېواد پر امنیتي وضعیت او د خلکو پر ټولیز خوندیتوب دا ناسته داسې مهال ده، چې وروستیو کې په کور دننه جنايي پېښې، وسله والې غلاوې او د راپورونو له مخې د پخوانیو نظامیانو ترور زیات شوی.
معلومات او راپورونه ښيي، چې له پخوانیو نظامیانو د غچ اخیستنې لپاره طالبان «ځانګړی ځواک» لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې ادعا کړې، چې سراج الدین حقاني د دغه وزارت د مرستیالانو او رییسانو کاري راپورونه ستایلي او د هغوی له هڅو یې خوښي څرګنده کړې ده.
حقاني ټینګار کړی، چې د خلکو فردي او ټولنیز امینت باید ټینګ شي او سپارښتنه یې کړې، چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د خلکو په خدمت کولو سره باید د هغوی اعتماد زیات او پيدا کړي.