ټرمپ وايي؛ افغانستان کې پوځي تجهیزات په احمقانه ډول پاتې شول

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکامتحده ایالت ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ادعا کړې کړې چې په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات په احمقانه ډول پاتې شوي دي.
ټرمپ د کابینې غونډې ته ویلي چې، امریکا غوره پوځ او تجهیزات لري، خو ادعا یې کړې چې په دې کې ځینې یې په افغانستان کې پاتې شوي دي.
ټرمپ همداراز ویلي چې په افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات دومره نه وو، خو ټینګار یې کړی چې د دغو تجهیزاتو د پرېښودو علت نه دی روښانه شوی.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې شته تجهیزات د افغانستان د حکومت شتمني بللې وه.
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم بار بار ادعا کړې وه چې، په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات پاتې شوي او له دې هېواده یې د امریکا وتل شرموونکې چاره بللې وه.
بلخوا د «جان کربي» په ګډون یو شمېر امریکايي نظامي کارپوهانو او جنرالانو ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا هېڅ ډول پوځي تجهیزات نه دي پاتې شوي.
د ویلو ده چې امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له شلو کلونو وروسته له افغانستان څخه ووتل، او په افغانستان کې د جمهوري نظام پرځای طالبان واک ته ورسېدل.