
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت اداري ناستې پر مهال ویلي، افغانستان ابادولو ته اړتیا لري او باید له هر فرصت څخه ګټوره او اغېزمنه استفاده وشي.
نوموړي ټینګار کړی، هڅه کوي له هرې ممکنې لارې راستنو شویو ته دایمي سرپنا برابره کړي.
نوموړي همداراز ویلي، د ملګرو ملتونو اړوندو ادرو سره یې په ګډه ګاونډیو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړې دي.
د کډوالو چارو وزیر له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو شمېر ته په کتو مسئولینو ته سپارښتنه کړې، چې د راستنېدونکو د نوې احتمالي جوپې پیل ته چمتووالی ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال هره ورځ سلګونه کورنۍ له ګاونډیو هېوادنو بېرته هېواد ته راستنیږي.