خبرونهلوبېنړۍ

د اسټرالیا پخوانی کپتان مایکل کلارک د پوستکې په سرطان اخته شوی

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د استرالیا هېواد پخوانی کپتان مایکل کلارک د پوستکي په سرطان اخته شوی او له همدې امله یې د پوزې یوه بله ټوټه هم لرې کړې ده.

مایکل کلارک د خپلو په نوم یو پیغام خپور کړی او ویلي،  “د پوستکي سرطان په ځانګړي توګه په آسټراليا کې يوه حقيقت دی، نن ما د خپلې پوزې يو بل ټوټه لرې کړه.”

پخواني آسټراليايي کپتان مایکل کلارک خپلو مینوالو ته په دغه پيغام کې ویلي: “د دوستۍ مشوره ده چې خپل پوستکي وڅارئ، لومړنی څارنه د وروستۍ درملنې څخه غوره ده”

د یادونې وړده، چې دې پخواني کرکټر ته د پوستکي د سرطان علامې څو کاله مخکې څرګندې شوې وې، خو مایکل کلارک دا موضوع پټه وساتله.