خبرونهنړۍ

کشمېر کې د ځمکې ښوېدنې پېښه کې د مړو شمېر ۳۰ تنو ته ورسید

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند د شمالي برخې په سیمو کې د سختو بارانونو او د ځمکې د ښوېدنې پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د بهرنیو رسنیو له مخې، د هند تر کنټرول لاندې جمو او کشمیر د کټرا ښار په ویشنو دیوي د مندر نږې سیمو کې د دغه پېښو له امله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

 نږدې سیمه کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښويستل رامنځته شوي دي.

هندي رسنیو ویلي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او د مړو شویو کسانو په شمېر کې د زیاتېدو احتمال شته.

په ورته وخت کې په یادو سیمو کې د نورو اورښتونو وړاندوینه هم شوې ده.

د دې ترڅنګ، د غرنیو او نورو سیمو اوسیدونکو ته لارښوونې شوې چې احتیاطي تدابیر وکاروي او پرته له اړتیا د کورونو څخه بهر نه شي.