
کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
چین هېواد کې د هواجیانګ ګرینډ کنین په نوم د ۲۸۹۰ متره په اوږد والي د نړۍ تر ټولو اوږد پل چې ۶۲۵ متره لوړ دی، له ازموینې وروسته پرې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ پیل کیږي.
د بهرنیو رسنیو له مخې، د چین د گوي چو ولایت کې د جوړ شوي دغه پل، چې د هواجیانګ ګرینډ کنین نومېږي، د نړۍ تر ټولو لوړ او په غرنیو سیمو کې تر ټولو اوږد پل دی، چې ور باندې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ بریالۍ ازموینه وشوه.
د را پورونو له مخې؛ د دې پل پر سر د ۳۳۰۰ ټنو په وزن سره ۹۶ بار وړونکي موټرې په یو وخت درول شوي او پرې یې تګ راتګ کړی، چې دا ازموینه په ۵ ورځو کې بشپړه شوه.
چینایي چارواکو ویلي چې دا پل به د ستمبر د میاشتې په پای کې د ټرافيکو پرمخ پرانیستل شي.
د یادونې وړده، چې د هواجیانګ ګرینډ کنین پل ۲،۸۹۰ متره اوږد دی او د سیند څخه ۶۲۵ متره لوړوالی لري.