افغانستانخبرونه

راتلونکې شنبه ننګرهار، کونړ ، لغمان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

کابل ټیلیګراف  ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ اعلان کړی چې د هېواد په ختیځ زون کې د ماشومانو د فلج (پولیو) پر ضد د واکسین کمپاین به پیل شي.

دغه بنسټ پرون چهارشنبه، وږي پنځمه ویلي چې د پولیو ضد دغه کمپاین به د هېواد په ختیځو ولایتونو

ننګرهار، لغمان او کونړ کې راتلونکې شنبه پيل شي.

د ننګرهار په سرخرود، بهسود، خوګیاڼو، بټي‌کوټ او د جلال‌اباد ښار په کچه، په لغمان کې د مهترلام ښار او په کونړ کې د اسعداباد ښار د واکسین د تطبیق سیمې ټاکل شوې دي.

په دې کمپاین کې به د هر ماشوم لپاره دوه ډوله واکسین تطبیق شي چې، هر ماشوم ته به د څاڅکو په بڼه او هم د ستنې په وسیله واکسین ورکړل شي.

د یاد بنسټ  مسوولان وایي چې دا دواړه واکسینونه د ماشومانو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د فلج د خپرېدو مخه نیسي.

ماشومانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویل شوي چې په دې پړاو کې به څومره ماشومان واکسین شي.