افغانستانخبرونه

د م.م د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه راغلو کډوالو ته مرسته غوښتې

کابل ټیلیګراف  ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، روان کال له ایران او پاکستان څخه له ۲.۳ میلیون ډیر افغانان خپل هېواد ته چې د اوسېدو لپاره یې شرایط برابر نه‌دي، ستانه شوي.

دغه بنسټ نن (پنجشنبه، سنبله ۶) پر اېکسپاڼه لیکلي چې ډېری راستنې شوې افغان کورنۍ تر فشار لاندې دي.

یوان‌اچ‌سي‌ار د دغو افغانانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د ستونزو حل لپاره د بیړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې:

«ستاسو مرسته، پرته له دې چې اندازه یې څومره وي، کولی شي د هغو افغان کورنیو په ژوند کې چې له ډیرو ستونزو سره مخ دي، د پام وړ بدلون راولي. تاسو کولی شئ په‌دې مهم وخت کې د هیلو او ملاتړ په چمتو کولو کې مرسته وکړئ.»