افغانستانخبرونه

د پاکستان له بندخونو ۱۴۰ افغانان ازاد شوي

کابل ټیلیګراف  ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۱۴۰ افغانان راخوشې او هېواد ته راستانه شوي دي

یاد وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو د لیږد امریت په حواله ویلي چې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د یوې ورځې څخه تر ۷ ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.

د طالبانو د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان تر ثبت او بشري مرستو له ترلاسه‌کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان له بندخونو سلګونه افغانان راخوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راایستل په بېسارې توګه زیات شوي او همداراز په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند راپورونه ورکول شوي دي.

د افغانانو پر وړاندې د پاکستان او ایران اقدام که څه هم په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي، خو د دغو هېوادونو چارواکو بار بار د ټولو افغانانو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم افغانستان ته د تازه راغلو کډوالو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.