
کابل ټیلیګراف ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي چې، د کابل په ګډون په افغانستان کې د اوبو کمښت د ژوند پر هر اړخ منفي اغېز کوي.
یادې ټولنې ویلي، چې دې ستونزې ته د رسېدنې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
اروپايي ټولنې په کابل کې د اوبو کمښت جدي ستونزه بللې او ژمنتیا یې څرګنده کړې چې دا بنسټ به افغان شریکانو سره په دې برخه کې همکاري کوي.
دوی همداراز لیکلي چې، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پروژې د کرنې، له اقلیمي بدلون سره مبارزې، اوبو، روغتیا، د خوړو خوندیتوب، او راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې په برخه کې ځانګړې شوې دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي وو چې، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې دا مهال له دوه میلیارد ډېر خلک د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.
کارپوهانو د کابل تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې پر ټیټېدو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی و چې څو کلونه وروسته به کابل یوازینی عصري ښار وي چې خپلې اوبه به نه لري.
دوی پر عامو خلکو هم غږ کوي چې د اوبو له بې ځایه کارونې ډډه وکړي.
دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې څه موده وړاندې له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد هوکړه هم له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوه.