
کابل ټیلیګراف ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د مکسیکو په مشرانو جرګه کې پرون (چهارشنبه، د اګسټ ۲۷مه) د اپوزیسیون او واکمن ګوند د غړو ترمنځ د ملي سرود د غږولو پرمهال لومړی لفظي او بیا فزیکي شخړه رامنځته شوې ده.
تر دې شخړې وروسته د درېیو سناتورانو د ګوښه کېدو غوښتنې شوي.
د مشرانو جرګې ریس او د واکمن مورینا ګوند د غړي ګیرارډو فرنانډیز نورونیا سره دغونډې پای او د ملي سرود د غږولو پرمهال فزیکي شخړه وشوه.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې مورینو هڅه کوي د نورونیا لاس ونیسي او ورسره خبرې وکړي؛ خو دغه لفظي شخړه څو شېبې وروسته په فزیکي شخړې اوړي.
نورونیا ادعا کړې، چې مورینو هغه ته د وژلو ګواښ کړی و
په داسې حال کې چې مورینو بیا وايي، چې نورونیا لومړی پر هغه برید وکړ. د مکسیکو د مجلس ریس اعلان کړی، چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره به یوه بېړنۍ غونډه ترسره شي او د مورینو او د PRI ګوند د درېیو نورو غړو د ګوښه کېدو وړاندیز به هم وکړي.