خبرونهسیمه

د پاکستان پنجاب کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵ کسان مړه شوي

کابل ټیلیګراف  ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د پراخو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي.

په دغو سېلابونو کې څه باندې ۶۰۰ زره کسان اغیزمن شوي دي.

د چناب، راوي او ستلج سیندونو د اوبو د بهېدو له امله سلګونه کلي ډوب شوي دي، او د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ لاهور ته تللی، څو د سیلاب ځپلو سیمو وضعیت وڅېړي او په شاهدره کې د راوي سیند جریان وګوري.

ټاکل شوې ده چې هغه د سکهانو ټولنې سره د پیوستون څرګندولو لپاره د کرتارپور څخه هم لیدنه وکړي، چې زیارت یې زیانمن شوی او ځینې زیربناوې ویجاړې شوې دي.

د دغه سیمو مسوولینو وویل، چې سېلابونو په پنجاب کې د لویو سیندونو په اوږدو کې سلګونه کلي اغیزمن کړي دي.

زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره ۲۶۳ مرستندویه کمپونه او ۱۶۱ طبي کمپونه جوړ شوي دي.

پآکستان کې پراخه سېلابونه د هند د بندونو څخه د اوبو خوشې کېدو او درنو بارانونو له امله رامنځته شوی.

 د پاکستاني چارواکو اصلي اندېښنه د مرکزي پنجاب څخه سویلي برخو ته د سېلاب  دڅپو راتګ دی، کوم چې کولی شي زیربنا او د خلکو ژوند ته نور زیان ورسوي.

د سېلابونو د انساني او اقتصادي اغیزو کمولو لپاره بیړنۍ مرستې روانې دي.

دا سېلابونه داسې مهال کلي لاندې کوي، چې پرون پاکستان حکومت په ټول پنجاب ایالت کې خلکو ته خبرداری ورکړی وو، چې دخپلو ځانونو خوندیتوب ته پام وکړي.

په ځينو سیمو کې خلکو له سیلابونو څخه د ژغورنې په پار په زور له خپلو کورونو ویستل شوي دي.

سېلاب ځپلې سیمې اوس په سخت وضعیت کې دي او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.