افغانستانځانګړي برخهراپورونه

د پاکستان تر برید وروسته؛ طالبانو کابل کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی

کابل ټیلیګراف  ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طآلبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دې.

طالبانو د افغانستان د احتجاج‌ليک هم د پاکستان سفیر ته ور سپارلی دی.

دغه بریدونه تېره شپه وشول، چې په کې ۳ تنه ملکي وګړي ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه ټپيان شول.

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو هوايي بريدونه په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل يې ګڼي.
سرچينې زياته کړې ، چې همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د حریم ساتنه د طالبانو حکومت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسوولیته کړنې حتما عواقب لري.

دغه برید په کور دننه په پراخه کچه غندل شوی.

پخواني ولسمشر حامدکرزي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې.

کرزي په خپله اېکس پاڼه دا برید د افغانستان پر خصوصي حریم تېری بللی او زیاته کړې ده ، چې پاکستان به هم پر دا ډول بریدونو خلاصون ونه مومي.

په ورته مهال ملا عبدالسلام ضعیف هم دغه برید غندلی او ویلي، یې دي چې پاکستان هڅه کوي په دې کار سره وښيي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې موجودې دي.

په دغو بریدونو کې د یادو سیمو خلکو د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم لیدلي دي.

عامو خلکو او د خواله رسنیو فعالو افغان ځوانانو هم د پاکستان دا بریدونه پاکستان لپاره د شرم وړ بللې او له طالبانو یې غوښتي چې سخت ځواب ورکړي.

دوی وایي پاکستان د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دغه برید کړی او باید ځواب یې ترلاسه کړي.

ګڼو نورو بیا په فېسبوک کې د پاکستان ضد کمپاین پيل کړی او ویلي یې، دي چې، پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړ کړئ، دا دښمن ته سخت ځواب دی.