
کابل ټیلیګراف ۶وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر خوست او ننګرهار د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه چې پکې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته، په «سختو ټکو» غندلي.
کرزي دغه بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض، د نړیوال او د ښه ګاونډیتوب د اصل پر ضد بللي دي دي.
کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید پوه شي، چې د دغو تګلارو په دوام له منفي پایلو نه شي خوندي کېدای.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ ویلي چې، د حاکمیت نقض او د افغانستان پر خلکو برید د پاکستان د غلطو پالیسیو له عواقبو د ژغورنې لار نشي کېدای.
حامدکرزي ټینګار کړی چې د پاکستان خیر په دې کې دی چې له افغانستان سره متمدنې اړیکې ټینګې او د ګاونډیتوب ټول حقوق او نړیوال قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي.
بل لورته بیا د طآلبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دې.
طالبانو د افغانستان د احتجاجليک هم د پاکستان سفیر ته ور سپارلی دی.https://kabultelegraph.com/archives/28163
دغه بریدونه تېره شپه وشول، چې په کې ۳ تنه ملکي وګړي ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه ټپيان شول.
ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو هوايي بريدونه په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل يې ګڼي.
سرچينې زياته کړې ، چې همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د حریم ساتنه د طالبانو حکومت ته سره کرښه ده او دغه ډول بېمسوولیته کړنې حتما عواقب لري.