
کابل ټیلیګراف ۸وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دغه هېواد کې د «حجاب او عفاف» په نوم د تصویب شوي قانون په تړاو ویلي، د حجاب او عفت تر منځ واټن ډېر دی.
وایي که یوه ښځه له ایرانه بهر ژوند کوي او پر سر څادري او یا هم ټيکری نه لري، دا په دې معنا نده چې هغه بې عفته ده.
پزشکیان له یوې ایراني رسنیۍ سره په مرکه کې،زیاته کړې، چې پر حجاب باور لري او په کور کې یې د کورنۍ ټول غړي چادري پر سر کوي، خو دا د نورو کسانو د نفي کولو په معنا نه ده.
نوموړی په دې باور وو که چېرې د دې کار لپاره عملي اقدام وشي ښايي هېواد بل لور ته لاړ چې بیا به یې مدیریت کول شونی نه وي.
دغه مرکه پرون د جمعې په ورځ خپره شوه.
مسعود پزشکیان داس مهال دغه څرګندونې کوي، چې په ایران کې یو شمېر ښځې او نجونې د پړوني نه پر سر کول د ازادۍ نښه بولي؛ خو په دغه هېواد کې د ارشاد په نوم یوه فعاله اداره په ښارونو کې هغه ښځې او نجونې نیسي چې پړوني نه پر سر کوي.










