افغانستانخبرونه

ریچارډ بینېټ: پاکستان دې د افغانانو جبري ایستل ودروي

کابل ټیلیګراف ۸وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ وایي چې، له پاکستانه د افغانانو جبري ایستلو اندېښمن کړی دی.

بینټ زیاته کړې، چې د افغانانو ملاتړي هېوادونه باید د پناه‌غوښتونکو افغانانو د بیامېشتېدنې لپاره ډېر مسیرونه پرانیزي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغانانو د ایستلو بهیر ودروي او نړیوالو قانوني اصولو ته ژمن پاتې شي.

پاکستان په وروستیو کې اعلان کړی چې راتلونکې سپتمبر میاشت کې به د افغانانو د ایستلو بل پړاو پیل کړي، چې ټاکل شوې په دې پړاو کې به شاوخوا دوه میلیون افغانان و ایستل شي.

بل لورته له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له ایران څخه هم د افغانانو ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې تر دې دمه شاوخوا دوه میلیون افغانان خپل هېواد ته ستانه‌کړای شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم چلند وخت ناوخت نړیوال غبرګونونه هم له ځانه سره لري.

دوی په ځلونو له له یادو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د ایستلو بهیر ودروي.