
کابل ټیلیګراف ۸وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ومنله، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوی سفیر احضار کړی و.
اسحق ډار زیاته کړې، چې د دوی سفیر ته یې په خوست او ننګرهار کې د ډرون بریدونو په تړاو “اعتراضپاڼه” هم ورسپارلې ده.
ډار دا څرګندونې تېره شپه په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
که څه هم هغه وویل چې د اعتراضپاڼې” یوه کاپي یې لوستې خو په وینا یې، “د اندېښنې څه خبره نشته او لا وختي دی چې په دې اړه څه وویل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا خبره داسې مهال کوي چې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه بریدونه د اسلام اباد کار بللی دی.
اسحق ډار د خبري کنفرانس پر مهال دا خبره نه رد او نه هم تایید کړه چې، پر خوست او ننګرهار دغه ډرون بریدون پاکستان کړي او که نه.
هغه وویل چې دی په بهرني سفر و او د دې پېښې په اړه معلومات کوي.










