افغانستانخبرونهلوبې

د اسیا مرکزي زون والیبال لوبو لپاره افغانستان خپله لوبډله اعلان کړه

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون د اسیا د مرکزي زون اتلولۍ سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۴ کسیز نوملړ اعلان کړی دی.

د دغه فدراسیون مرستیال محمدعارف پیمان وایي، په دغه نوملړ کې سیدحبیب یوسفي، محمدعزیز اصفي، عبدالمطلب محمدي، محمدشاهد بدلون، لطف‌الله عزیزي، غلام‌رسول حیدري، سباوون وردګ، بسم‌الله سلطاني، عادل‌شاه ذاکري، عبدالقادر ځاځی، محمدعمران نیازی، سباوون غورځنګ، منتظر حسین حفیظي او هارون نېکروز شامل دي.

پیمان زیاته کړه چې د اسیا د مرکزي زون سیالۍ د روان میلادي کال د اکټوبر په ۲۲مه د بنګله‌دېش په کوربه‌توب پیلېږي.