افغانستانخبرونهځانګړي برخه

نن په فضا کې د پښتو ژبې د خبرو ۳۷مه کلیزه ده

کابل ټیلیګراف ۹وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

له نن څخه کابو ۳۷ کاله وړاندې، عبدالاحد مومند ، د افغانستان په استازولۍ د نهو ورځو لپاره فضا ته سفر وکړ.

مومند له فضا څخه خپلې مور سره په پښتو ژبه تلفوني خبرې وکړې.

دغه سفر په ۱۹۸۸ میلادي کال کې ترسره شوی و.

نن د اګسټ ۳۱مه په فضا کې د پښتو ژبې د خبرو ۳۷مه کلیزه ده. مومند له ځان سره قران شریف او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هم وړی و.

سفر څنګه پيل او مور سره د خبرو د شېبو په اړه یوناما ویلي وو، چې عبدالاحد مومند چې کله تشیال ته پورته شو، له هغې ځایه یې له خپلې مور سره په پښتو ژبه تلفوني خبرې وکړې او په دې ترتیب پښتو څلورمه نړیواله رسمي ژبه شوه چې په فضا کې ویل شوې ده.

د ویلو ده چې، باید وویل شي عبدالاحدمومند له فضا څخه هېواد ته په ستنېدو د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لخوا د «ملي اتل» لقب هم خپل کړ.

پښتو د افغانستان له دوو رسمي ژبو څخه ده یوه ده، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خلکو لخوا ویل کېږي.