افغانستانخبرونهنړۍ

ټرمپ: موږ غواړو بګرام هوایي اډه بېرته ونیسو

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏نړیوالې رسنۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (پنجشنبه) ویلي چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي.

ټرمپ دغه څرګندونې د برېټانیا له صدراعظم “کییر ستارمر” سره د وینا پر مهال کړې دي او ویلي یې دي چې له افغانستانه وتل «یوه بشپړه فاجعه» وه.

نوموړي ویلي: «اوس هڅه کوو چې دا [اډه] بېرته ونیسو، موږ دا اډه غواړو او د دې کار یو له اصلي دلیلونو څخه دا دی چې له هغه ځایه یوازې یوه ساعت فاصله لري چیرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي».

ټرمپ ویلي ، دغه هېواد د نړۍ یو له سترو هوايي اډو څخه چې بګرام ده طالبانو ته وړیا ورکړې ده.

ټرمپ زیاته کړې: «عاجله خبر دا ده چې موږ غواړو بګرام بېرته ونیسو، هغوی له موږ نه یو شمېر شیان غواړي.»

د یادونې وړ ده چې پنځه ورځې وړاندې یو امریکایي پلاوی کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د حکومت له اقتصادي مرستیال رئیس الوزرا، ملا عبدالغني برادر، او د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، سره لیدلي و.