
کابل ټیلیګراف د وږي۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کرکټ د شل اوریزو لوبو درې اړخیزې لړۍ په ترڅ کې افغانستان خپله دویمه لوبه نن له متحده عربي اماراتو سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالي به د افغانستان پر مهال د ماښام په اوه نیمو بجو پیل شي.
افغانستان او متحده عربي اماراتو دواړو خپلې لومړنۍ لوبې د پاکستان پر وړاندې بایللي، خو په رن ریټ کې امارات له افغانستان څخه مخکې او دویم مقام لري.