
کابل ټیلیګراف د وږي۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان، رحمن الله ګربز او ګڼ نورو لوبغاړو پخپلو ایکس پاڼو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي کړې او له حکومتي، مرستندویه او شتمنو خلکو څخه یې غوښتي، چې د قربانیانو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د افغانستان مشهورې هنرمندې ښاپیرۍ نغمې هم پخپل فیس بوک پاڼه د رامنځته شوې زلزلې له امله په اوښتو زیانونو خواشیني ښودلې او د قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.
په ورته وخت کې ګڼ شمېر پخوانیو سیاسي څېرو هم پخپلو ټولنیزو رسنیو کې د زلزلې له امله د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ پيغامونه شریک شوي دي.
د یادونې وړده، چې د تېرې شپې راهیسې د هېواد په ختیځ کې پرلپسې زلزلې شوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ۸ سوه کسانو پورې مرګ ژوبله اوښتې.