
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د هیواد په ختیځو ولايتونو کې د تیرې شپې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۸۱۲ ته رسیدلی او د ټپیانو شمېر له ۲۸۰۰ څخه ډیر شوی دی.
دی وايي، د پیښې د څیړنې لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړه شوې او د طالبانو حکومت لخوا ۱۰۰ ملیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې نن په کابل کې رسنيو ته کړې دي. هغه ويلي چې ډېره مرګ ژوبله په کونړ ولايت کې اوښتې چې په نورګل، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګي، چپې درې او ځينو نورو ولسواليو کې ۸۰۰ کسان مړه شوي او ۲۵۰۰ نور ټپيان دي.
هغه وويل په دې سربېره د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د تیرې شپې د زلزلې له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.
مجاهد زیاته کړه چې د لغمان په الینګار کې ۵۸ او د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
تېره شپه نږدې ۱۲ بجې د ریکټر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان، او ګاونډيو هېوادونو ځینې سيمې ولړزولې چې ډېر زیانونه يې په کونړ ولايت کې اړولي دي.