
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
فلسطیني ادارې ویلي دي چې اسرائیلو د اقصې جومات د احاطې لاندې په غیر قانوني کندنو سره اسلامي تاریخي اثار ویجاړوي.
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې ځینې کسان لیدل کیږي چې د مسجد اقصیٰ په کمپاونډ کې د کیندنو وروسته لویې ډبرې ماتوي.
فلسطیني ادارې د اسرائیلو دغه کړنه د نړیوالو قوانینو او تړونونو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې د اسرائیل هدف د اسلامي هویت له منځه وړل او راتلونکي کې د مسجد اقصیٰ په ځای د یهودي عبادتځای جوړول دي.
تر دې وړاندې هم اسرائیلي نظامیانو څو څو ځله د اقصې جومات بې حرمتي کړې ده.