
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په کابل کې د هند سفارت مسوولینو له لوري کډوالو ته ۱۰۰۰ دانې خیمې وسپارل شوې.
راستنېدونکو چارو وزارت نن(دوشنبه، د وږي ۱۰مه) ویلي، په کابل کې د هند سفارت مسوولینو له لوري کډوالو ته زر دانې خیمې وسپارل شوې.
د دې وزارت د مالي او اداري رياست د اجناسو او محاسبې عمومي مدیر «عبدالغفار انصاري» په وینا دا خیمې به هغو کورنیو ته ووېشل شي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او په سخت انساني وضعیت کې دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو دوی لازم ملاتړ وشي.
باید وویل شي چې هندوستان هېواد تر دې وړاندې هم په هېواد کې د کډوالو لپاره بشري مرستې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو میاشتو راهیسې له ایران څخه هم د افغانانو جبري راستنول په بېسارې توګه زیات شوي او د راپورونو له مخې چې په دې موده کې له ایران څخه نږدې یونیم میلیون افغانان را ایستل شوي دي.
که څه هم له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو را ایستلکېدو د کډوالۍ اړوند نړیوالو بنسټونونو وخت ناوخت پراخ غبرګونونه پارولي، خو ایراني او پاکستاني چارواکو بار بار د ټولو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ په وار وار له ایران او پاکستانه غوښتي چې د افغانانو جبري ایستل وځنډوي.