
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د بېګاه شپې زلزلې له امله تر خاورو لاندې د احتمالي ژوندي پاتو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.
دغه وزارت نن دوشنبه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تر دې مهاله ۴۰ پروازونه شوي او ۴۲۰ ټپیان او مړي انتقال شوي دي.
یاد وزارت لیکلي:
«د طالبانو دفاع وزارت د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي او د لا زیاتو همکاریو ژمنه کوي. زلزلهځپلو هیوادوالو ته د ملي اسلامي اردو د ژغورنې ټیمونه او هوایي ځواکونه او د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ټول منسوبین په خدمت بوخت دي او له خاورو لاندې هیوادوال راباسي.»
د یاد وزارت په وینا، لاهم له کونړ څخه ننګرهار ته د چورلکو په مرسته د ټپیانو لېږد روان دی.