افغانستانخبرونه

ایمل ولي خان: پاکستان دې د افغانستان د زلزلې ټپیانو ته دروازې پرانیزي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې اوله نړیوالې ټولنې یې د بېړنۍ مرستې رسولو ترڅنګ، پر پاکستان غږ کړی چې د بشري همدردۍ له مخې د سختو ټپیانو د درملنې لپاره دروازې پرانیزي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، «دا غم یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولې سیمې ګډ درد دی. زموږ دعاوې او همدردۍ له ټولو اغېزمنو کورنیو سره دي.»

نوموړي له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتي چې د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره بې له ځنډه اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړې که پاکستان سرحدونه د ټپیانو د درملنې لپاره پرانیزي، دا به نه یوازې یوه انساني فریضه وي، بلکې له پښتني دودونو او ورورولۍ سره به هم سمون ولري.

هغه وایي موږ د افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ یو، ځکه رښتینی تړاو د سرحدونو نه، بلکې د وینې، کلتور او انسانیت څخه رامنځته کېږي.

د یادونې وړ ده چې په کونړ او ننګرهار کې د وروستیو زلزلو له امله له ۸۰۰ زیات کسان مړه شوي او تر ۲۸۰۰ ډېر ټپيان دي.