افغانستانخبرونهځانګړي برخه

پاکستان د «پي‌ او‌ ار» کارت‌لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستان د ۱.۴ میلیون افغان کډوالو د قانوني پاتې کیدو او داوطلبانه وتلو لپاره ټاکل شوې وروستۍ نیټه تېره ورځ پایته ورسېده.

اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو حقوقي کمیټې ویلي چې، پاکستاني پولیسو د سپتمبر په لومړۍ نیټه د دوشنبې په ورځ د هغو افغانانو د نیولو او شړلو پروسه په رسمي ډول پیل کړې چې د پي‌او‌ار کارتونه لري.

پاکستان کې د افغان کډوالو د حقوقي کمېټې رییس محمد امان شیخ الاسلامي وايي، پاکستاني پولیسو په یو شمېر ښارونو کې کور په کور عملیات پیل کړي.

نوموړی وايي، مهاجرین هغه کسان دي چې ۳۰ تر ۴۰ کلونو راهیسې په دې هېواد کې ژوند کوي، پانګونه یې کړې او خپل کاروبار یې جوړ کړی، خو زیاتوي پرته له دې چې خپلې شتمنۍ راټولې کړي، له هېواده ایستل کېږي او دا خپله د کډوالو پر وړاندې یوه ستره ستونزه ده.

هغه زیاتوي چې د «پي‌او‌ار» کارت‌لرونکو افغانانو د نیولو او شړلو ترڅنګ، پاکستان کې نور افغان کډوال هم د ویزې نه‌تمدید، اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

بل لورته یو شمېر افغان کډوال له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې جدي او عملي ګامونه واخلي او پر پاکستان فشار راوړي، څو خپله پرېکړه بدله کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له پاکستانه راستنیدونکو ته ډاډ ورکوي چې هېواد کې د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه او همدارنګه یې په اپریل میاشت کې د هغو افغانانو ایستل پیل کړل چې د ACC کارتونه لري.

اوس د هغو افغانانو د ایستلو بهیر هم پیل شوی چې د کډوالۍ کارتونه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه د اګست تر ۲۸مې پورې، له ۴۴۰ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي چې ۶۹ سلنه یې د کډوالۍ کارتونه درلودل.