افغانستانخبرونه

پښتین: په داسې سخته او غمجنه ورځ هم «پنجابي واکداران» افغانان وباسي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین کونړ، ننګرهار او لغمان کې د مرګونې زلزلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړه او افغان ملت ته یې تسلیت وړاندې کړ.

پښتین پر ټولو لر او بر افغانانو، بهرمېشتو او د پي ټي ایم پر غړیو غږ کړی، چې له هرې ممکنې لارې د زلزله ځپلیو ملاتړ، لاسنیوی او مرسته وکړي.

نوموړی وايي، په ځانګړې توګه بهرمېشتي افغانان دې نړیوالو بشري ادارو ته لیکونه ولیکي څو د انساني بنسټونو پر اساس دې سیمو او ځپلي ولس سره مرستې وشي.

پښتین زیاته کړې، چې په داسې یوه سخته او غمجنه ورځ هم «پنجابي واکداران» د پاکستان له بېلابېلو سیمو او پښتونخوا د «بر وطن» ولسونه د ټولو اصولو خلاف وباسي.

پښتین وايي، «پنجابی ریاست د اسلامي، انساني او اخلاقي حیا هېڅ احساس نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

او بل لورته بیا پاکستان نن د پي او آر کارت لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه او وروستي راپورونه داسې دي چې د پاکستان په ګڼو سیمو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو عملیات پیل کړي دي.