
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت ریاست الوزاء له لوري زلزله ځپلو ته د ښې رسېدنې په موخه جوړې شوې کمېټې ته ۱۰ میلیونه افغانۍ په واک کې ورکړل شوې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، د پېښې قربانيانو ته د مرستو رسولو په موخه د رئیس الوزراء له لوري د کليو بيارغونې او پراختيا وزير ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ يوه کمېټه جوړه شوه، چې د بېلابېلو وزارتونو وزيران او مختلفو ادارو استازي په کې شتون لري.
مجاهد زیاته کړه، چې يادې کمېټې ته دمګړۍ ۱۰۰ میلیونه افغانۍ په واک کې ورکړل شوې دي او اړتيا ته په کتو سره به نورې هم ډېرې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له کبله د لومړنیو مالوماتو له مخې د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګۍ، چپه دره او نورو سیمو کې ۸۰۰ څخه زیات مړه او تر ۲۵۰۰ زیات ټپیان دي.
ننګرهار: د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې کې ۱۲ تنه مړه او ۲۵۵ ټپیان دي. د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې ۵۸ ټپیان دي.
ذبیح الله مجاهد له ټولو خیریه بنسټونو، سوداګرو او عامو هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې له خپلو زلزله ځپلو وروڼو سره مرستې وکړي او په دې سختو شرایطو کې د خپلو زیانمن شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
هغه څرګنده کړه، چې د مرستو د ښه تنظیم لپاره لارښوونه کېږي، چې تولې مرستې باید د ټاکل شوې کمېټې له لوري تنظیم شي.
نوموړی وايي، مهاجرین هغه کسان دي چې ۳۰ تر ۴۰ کلونو راهیسې په دې هېواد کې ژوند کوي، پانګونه یې کړې او خپل کاروبار یې جوړ کړی، خو زیاتوي پرته له دې چې خپلې شتمنۍ راټولې کړي، له هېواده ایستل کېږي او دا خپله د کډوالو پر وړاندې یوه ستره ستونزه ده.
هغه زیاتوي چې د «پياوار» کارتلرونکو افغانانو د نیولو او شړلو ترڅنګ، پاکستان کې نور افغان کډوال هم د ویزې نهتمدید، اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
بل لورته یو شمېر افغان کډوال له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې جدي او عملي ګامونه واخلي او پر پاکستان فشار راوړي، څو خپله پرېکړه بدله کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له پاکستانه راستنیدونکو ته ډاډ ورکوي چې هېواد کې د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بېاسنادو افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه او همدارنګه یې په اپریل میاشت کې د هغو افغانانو ایستل پیل کړل چې د ACC کارتونه لري.
اوس د هغو افغانانو د ایستلو بهیر هم پیل شوی چې د کډوالۍ کارتونه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه د اګست تر ۲۸مې پورې، له ۴۴۰ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي چې ۶۹ سلنه یې د کډوالۍ کارتونه درلودل.
د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي په افغانستان کې د زلزلې او مرګ ژوبلې له امله ژور خپګان ښودلی او د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ یې په دې «سخت وخت» کې د زلزلې له امله د قربانيانو کورنیو او ټپیانو ته تسلیت ویلی دی.
اخوا بیا د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله د پاکستان د خلکو او حکومت په استازیتوب ژور خپګان څرګند کړی دی.
شهباز شریف د دغې زلزلې له امله چې د پاکستان په ځینو سیمو کې هم محسوس شوې ده، د افغان قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او تسلیت یې وړاندې کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي هم د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.
بقايي د ایران د حکومت له ادرسه په هېواد کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او تسلیت یې وړاندې کړی دی.
بشپړ راپور په لېنک کې:
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره د هر ډول مرستو او همکاریو لپاره چمتووالی لري، څو د اغېزمنو خلکو ژغورنه او مرسته کې لاسنیوی وشي.
کابل کې د ایران سفارت هم د دغه هېواد د ولسمشر، مسعود پزشکیان له قوله په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ، کونړ، ننګرهار او لغمان کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
کوم ولایت تر دې دمه څومره تلفات لري:
کونړ:
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په کونړ ولایت کې ۸۰۰ تنه مړه شوي اودغه راز ۲۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي.
نوموړی د پېښو محل نورګل ولسوالي، څوکۍ ولسوالۍ، وټپور ولسوالۍ،ماڼوګي ولسوالۍ اوچپه دره. د مجاهد په وینا د نورګل ولسوالۍ مزار دره سیمه کې مرستندویه ټیمونه رسېدلي خو لا د اوښتې مرګ ژوبلې راپور نه دی شریک شوی او په خبره یې ښایي تلفات زیات شي.
ننګرهار:
ذبیح الله مجاهد وایي په ننګرهار کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۲۵۵ تنه ټپیان شوي دي، چې د پېښې محل د دې ولایت دره نور ولسوالي ښودل شوې ده.
لغمان:
مجاهد زیاتوي، چې په لغمان کې څوک مړه شوي نه دي خو په خبره یې ۵۸ تنه په الینګار ولسوالۍ کې ټپيان شوي دي. او ترڅنګ یې په زیات شمېر کورونه هم ړنګ شوي دي.
تېره شپه د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان هېوادونو ځینې سیمې ولړزولې.
د دغې زلزلې مرکز د لغمان ولایت الینګار ولسوالي او د ځمکې لاندې ۲۳ کیلو مټري ښودل شوې.
طالبان وایي تلفات لا هم وروستي نه او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.