افغانستانخبرونه

بریتانیا د کونړ او ننګرهار له زلزله‌ځپلو سره یو میلیون پونډ مرسته اعلان کړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې یې له زلزله‌ځپلو سره یو میلیون پونډ مرسته ځانګړې کړې ده.

بریتانیا ویلي چې دا پیسې به د بېړنیو روغتیايي خدمتونو او لنډمهالو سرپناوو په چمتوکولو مصرف شي. 

تر دې مخکې هند هم د زلزله‌ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د ۱۰۰۰ خېمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو مرسته اعلان کړې وه. 

د هند بهرنیو چارو وزیر د ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره په ټلفوني خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې له زلزله‌ځپلو افغانانو سره به نورې مرستې هم کوي. 

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ګډون ګڼو هېوادونو د افغانستان په ختیځ کې د وړمې شپې خونړۍ زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې د خواشیني پیغامونه خپاره کړي او د افغانستان له خلکو سره یې خواخوږي ښودلې ده. 

وړمه شپه د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړې توګه کونړ او ننګرهار شدیدې زلزلې ولړزول چې له امله یې نږدې زر کسان مړه او شاوخوا ۲ زره نور ټپيان شول. 

د ویلو ده چې تر اوسه هم د دې زلزلې له امله د تلفاتو وروستي جزییات نه دي خپاره شوي او د راپورونو له مخې چې لا هم ډېرې سیمې تر خاورو لاندې دي.