
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
عمان هېواد اعلان کړی، چې بهرني پانګوال او سیالانیان کولی شي، په دغه هېواد کې د ۲ سوه زره عماني ریالو په پانګې سره د استوګنې لس کلن اسناد تر لاسه کړي.
د عربي ورځپاڼې ’ګلف نیوز‘ په وینا، دغه پروګرام د عمان د ۲۰۴۰ اصلاحاتو برخه ده، چې له مخې یې په دغه هېواد کې ګرځندوی، صنعت او سوداګري ته وده ورکول کېږي.
د راپور له مخې، د ’دوامداره سوداګریز چاپېریال‘ تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې چارواکو د دې پروګرام اعلان وکړ.
د چارواکو په وینا، دا پروګرام د خصوصي سکتور د پرمختګ، د کارموندنې فرصتونو زیاتولو او د پوهې تبادلې ته ودې ورکولو لپاره مهم دی.
د دې پروګرام له مخې، هغه پانګوال چې لږ تر لږه ۲ سوه زره عماني ریاله (نږدې ۵ سوه ۲۰ زره امریکايي ډالره) پانګونه وکړي، د ۱۰ کلونو لپاره په دغه هېواد کې د تمدید وړ استوګنې اسناد تر لاسه کولی شي.
دا اجازتنامه به د عمر یا شمېر له محدودیت پرته د دوی د مېرمنو، ماشومانو او نږدې خپلوانو لپاره هم وي.
د پروګرام له مخې، هغه کس چې پانګه وکړي، هوايي ډګر کې به د VIP خدمتونو څخه برخمن شي، خپل کور کې درې بهرني کاریګر ساتل شی او او ټاکل شویو سیمو کې د ځمکو اخیستو حق ورکول کیږي.
چارواکو ویلي، پانګوال کولای شي د اوو بېلابېلو لارو څخه په دې پروګرام کې ګډون وکړي، چې په کې د ۲سوه زره ریالو څخه د زیاتې پانګې لپاره شرکت جوړول هم شامل دي.
په سیاحتي کمپلیکسونو کې د جایداد اخیستل او د دوو کلونو څخه زیاتې مودې لپاره د دولتي پرمختیايي بانډونو ساتل هم په کې شامل دي.
د عمان د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې وزارت په وینا، دا پروګرام به د عمان په مهمو سکتورونو لکه لاجستیک، ګرځندوی او تجدید وړ انرژۍ کې پانګونې ته وده ورکړي.