
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د سوډان په دارفور کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۱۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د جګړه ځپلي سوډان په لویدیځ کې د ځمکې ښویېدنې پوره کلي په بشپړه توګه تر خاورو لاندې کړی او له امله یې تر زرو زیات کسان مړه شوي دي.
یوې اتریشي ورځپاڼې په حواله، په دارفور کې د چټک غبرګون تر عنوان لاندې وسله والو اعلان کړی چې د ترسین کلي ټول نفوس، چې له ۱۰۰۰ کسانو څخه زیات اټکل کیږي، وژل شوي او یوازې یو کس ژوندی پاتې دی.
د راپورونو له مخې، د ځمکې ښویېدنه د وروستیو ورځو د سختو بارانونو له امله رامنځته شوې او دا کلی یې په خټو او خاورو کې ورک شوی دی.
د چټک غبرګون وسله والو له ملګرو ملتونو، سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو څخه د قربانیانو د ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې.
ویل کیږي چې زیانمنې شوې سیمې ته د موټرو له لارې رسېدل ستونزمن دي، له همدې امله خلک اکثراً د جګړې پر مهال هلته پناه اخلي.
د چټک غبرګون ځواکونو د سوډان له حکومت او فوځ سره جنګیږي.
ملګرو ملتونو د سودان جګړې د نړۍ تر ټولو لوی بشري بحران بللی او اعلان کړی چې د دې جګړو له امله له ۱۲ میلیونو څخه زیات کسان بېکوره شوي دي.